اقتصاد

په غورکې دملي پيوستون دلسگونو پروژو پرانستل

٢٦ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢١ :

دغورولايت   دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست چارواکي   وايي چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري په دغه ولايت کې په لسگونو پرمختيايي پروژې بشپړي  اوګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

په دغو پروژو کې چې شميريې يوسلو اوولسو ته رسيږي دڅښاک او دزراعتي اوبو دڅاه ګانون کېندل   داوبو دکانالونو پاکول   داستنادي ديوالونو جوړول   او دلمريزو سولرونو مرسته او درول  شته چې  دملي پيوستون دپروګرام له لاري ترسره شوي دي.

دغورولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجينر تاج محمد بلال دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دغو پروژو  کې دوه مليونه اته سوه زره افغاني لګول شوي دي.  له دغو پروژو څخه څه ناڅه  پنځه زره  دوه اويا کورنۍ ګټه اخلي .

ده وويل دوي په لسګونو نوري پروژې چې دښوونځيو جوړل  هم پکې شامل دي  په دغه ولايت کې ترلاس لاندې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته