٣٢ – لغمان باختر د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه
دلغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې ديوه پله د جوړولو کار پرون پيل شو
دلغمان ولايت د کليو دبيا جوړولو او پرا ختيا رئيس محمد جعفر جبار خيل د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه پل د بيا رغاونې د ولايتې ټيم داووه سوه زرو امريکا يي ډالرو مرستې په لګښت د نوى مترو په اوږد والى او شپږو مترو په سور په پا خه او اساسي ډول په يو کال کې جوړيږي
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه پل د عليشنګ ولسوالۍ اړونده کلي د ګونه پال له سيمې سره نښلوي اودڅه د پاسه دريو زرو کورنيو دتګ را تګ ستو نزې لري کوي