خبرونهاقتصادټولنه

په شېرخان بندر کې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايی چلند وزارت د کندز ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د شېرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې د یوې پروژې چارې پیل شوې.
په دغو پروژو کې د یوه جومات، د پاکو اوبو رسولو سیسټم او د ترمینل احاطوي دېوال جوړول شامل دي چې په بشپړېدو سره به موټر چلوونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې پر دغو پروژو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ټرانسپورټ او هوايی چلند وزارت له لوري ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته