ټولنه

په سمنګانو کې دخوراکي توکو اود کرنې د اصلاح شويو تخمونو دويشلو کار پيل شو

دسمنګانوولايت په دوو ولسواليو کې په ٢٦٠٠ کورنيو دخوراکي توکو، دکرنې د اصلاح شويو تخمونو اود څارويو د وښو د ويشلو کار پيل شو

دسمنګانو ولايت د کرنې او او بو لګولو رئيس عبدالرزاق رحيمي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه توکې ١٢٣٥ټنو ته رسيږى چې د کرنې او اوبولګولو وزارت له خوا دروي دوآب په ولسوالۍ کې په يوزرو شپږ سوه بزګرو کورنيو اود خرم سارباغ په ولسوالۍ کې په زرو کورنيو ويشل کيږي

دده دڅرګندونې له مخې ددغو توکو ونډه د وګړو د شمير او ددغو ولسواليو د اوسيدونکو دللمي ځمکې د کچې له مخې ټاکل شوې ده چې ٥٢٠ ټنه غنم ٥٢٠ ټنه واښه ١٣٠ ټنه د کرنې اصلاح شوي تخمونه او ٦٥ ټنه وريجې پکې دي.

ده زيا ته کړه دغه مرسته د وزيرانو شورا له پريکړى اودکرنې او او بو لګولو وزارت له طرزالعمل سره سم له هغو للمي کارو بزګرانو سره چې کرنيز محصولات يې دوچکالۍ له ا مله له منځه تللي دي او له هغو مالدارانو سره کيږي چې له لسو څخه کم څاروي ولري

په همدي حال کې د خرم سارباغ ولسوال ملا حبيب الله په بزګرانو ددغو توکو دويش له امله خوښي څرګنده کړه اوويې ويل اوس ددغه توکې دڅو باروړونکو موټرو په واسطه دغې ولسوالۍ ته ليږدول شوي دي اود ويشلو کاريې په عملي ډول نن پيل شو

ده زيا ته کړه دغه توکې دهغه کوپن له مخې چې پخوا د هيئت له خوا له سر وي وروسته ورکړي شوي و په هرې کورنۍ ٢٠٠ کيلو ګرامه غنم ٢٥ کيلو ګرامه وريجې پنځوس کيلو ګرامه د کرنې اصلاح شوي تخم او له ٥٠ څڅه تر٢٠٠ کيلو ګرا مو پوري وا ښه ويشل کيږي

دکرنې او او بو لګولو رياست دسروي له مخې ددغو ولسواليو بزګرانو په خپلو څه دپاسه ٢٥٠٠٠ هکتاره ځمکو کې غنم کرلي و چې کروندي يې د وچکالۍ له ا مله له منځه تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته