کابل /دثور ٩مه /باختر
د سمنګانو پوليسو پرون يوه ښځه د يوه دوه کلن ماشوم د وژنې په تور ونيوه.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ وياند څارمن عبدالمنيررحيمي باختراژانس ته وويل: دغه ښځه د دغه ماشوم له کورنۍ سره حقوقي دعوا درلوده او دوه ورځې مخکې هغه زندۍ کړه اومړه يې په اوبو واچوله.
رحيمي زياته کړه چې له دغې ښځې څخه تحقيقات دوام لري
ختم- ج –ا