کابل/ د وري٢٧ مه / باختر
د جوزجان امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې يو بزګر د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د جوزجان امنيه قوماندان داملاسراج الدين احمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې انسان تښتوونکو د سرپل اوسېدونکى محمدصادق د عوض علي زوى ١٣ورځې وړاندې د شبرغان ښار له چهل جوى سيمې څخه تښتولى و.
د هغه په وينا، کشفي ارګانونو د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ دغه سړى د سرپل د سيدآباد په قرغه ليک سيمه کې، چې له جوزجان سره ګډه پوله لري، له يوې سمڅې څخه وموند او کورنۍ ته يې وسپاره.
احمدي زياته کړه انسان تښتوونکو د دغه سړي د ازادولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د سل زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
د جوزجان د استخباراتو رييس مولوي خوشحال وويل چې د دغې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو د انسان تښتوونکو د نيولو لپاره هڅې دوام لري .
\ ذ