کابل / د وري ۲۸ مه / باختر
د حضرت خدیجة الکبری په نوم د نجونو مدرسې د ودانۍ د جوړولو کار پرون د سرپل ښار په افردي کلي کې پیل شو.
د باختر آژنس د خبرله مخې؛ دغه مدرسه د افردي کلي د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په یاده سیمه کې نجونو تر شنه آسمان لاندې زده کړې کولې، خو د دغې مدرسې په جوړېدو سره به ورته په مناسب چاپيریال کې د زده کړو زمینه برابره شي.
ع