– کابل، د چنګاښ١٩مه، باختر
په زابل کې پرون په يوه ترافيکي پېښه کې درې تنه ووژل شول او ٣٥ تنه نورټپيان شول.
د زابل د حوزوي روغتون يوه مسوول رسنيو ته وويل د کابل – قندهار پرلويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣ تنه ووژل شول او ٣٥ تنه نور ټپيان شول.
د زابل روغتيايي چارواکي وايي يو شمېر ټپيان د درملنې په موخه د قندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د يوبل خبرله مخې؛ په دايکنډي کي په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او ٩ نور ټپيپان شول.
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سيف الله شاکر د باختر آژانس خبريال ته وويل د دايکنډي د ميرامور ولسوالۍ په نرخسي کلي کې د يو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله يو تن مړ او ٩ تنه نور ټپيان شول.
سرچينې د دې پېښې علت د موټرچلوونکي بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى وباله.
\ ذ