امنیت

په زابل کې د چاودنې له امله لس تنه ټپيان شول

په زابل ولايت کې دبم دچاودنې  له امله  دملي اردو ددوو تنو منسوبينو په گډون لس تنه ټپيان شول .

دغه چاودنه پرون  دزابل ولايت دشاه جوى ولسوالۍ په ګڼ ميشت بازارکې رامنځته شوه.

دزابل پوليسو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې پيښه کې اته تنه ملکي وګړي او دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شوي دي.

له بلې خوا دزابل ولايت دروغتون ډاکترانو ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي.

په خبرپاڼه کې طالبان ددغې پيښې مسوول بلل شوي دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته