خبرونهټولنهTOPروغتیا

په تورخم کې څه د پاسه ۶۲ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

کابل، د لړم ۲۶مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت وايي چې ‏په تورخم کې د راستانه شويو هېوادوالو په پنډغالي کې څه د پاسه ۶۲ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیمونو له لوري تر دې مهاله، په تورخم کې د راستنېدونکو هېوادوالو په لنډمهاله پنډغالي کې ۶۲ زره ۱۳۸ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په یادو ناروغانو کې چې نارینه، ښځینه او ماشومان شامل دي؛ د مور او ماشوم روغتیا، ساري او ویروسي ناروغیو، نس ناستي، شري، ډینګي، ملاریا، رواني روغتیا، تغذي، واکسین او نورو بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې شوي او وړیا درمل ورکول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته