خبرونهاقتصادټولنه

په تخار کې د څه باندې ۴ میلیونو افغانیو په لګښت ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د تخار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په نمک آب ولسوالۍ کې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول سمیع الله صمیمي باختر آژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د ۱۱۹ متره استنادي او یوه ګبیوني دېوال جوړول او د ۳ کیلومتره سړک بیا رغول شامل دي چې په کې د سیمې اوسېدونکو ته ۷ زره ۸۵۰ کاري ورځې رامنځته شوې وې.

صمیمي زیاته کړه چې دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۴ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته