خبرونهورزش

په تخار کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، دلیندۍ ۷ مه، باختر

د المپيک ملي کمېټې او سپورت ریاست مسوولین وايي چې د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې دویمه دوره سیالۍ پای ته ورسيدې.

یاد ریاست ویلي چې د وزلوبې دغو سیالیو کې د ۴۵ پهلوانانو ترمنځ، پهلوان صبغت الله، پهلوان شبیراحمد، پهلوان سمیع الله، پهلوان محمد، پهلوان ذبیح الله، پهلوان شمس الله او پهلوان خالدار ښه وځلېدل او انعامونه یې خپل کړل.

د یادونې وړ ده چې د دې ډول سیالیو د ترسره کولو موخه د وزلوبې وده او د هېواد د وزلوبو په لیګ کې د ګډون لپاره د چاپ اندازانو چمتووالی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته