کابل، د لړم ۳۰مه، باختر
د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۴۷ سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د یوه هستوګنیز ښارګوتي د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ښارګوتي د پرانېستې په مراسمو کې د تخار والي مولوي عبیدالله امین زاده وویل چې اسلامي امارت تل د هېوادوالو په فکر کې دی او دوی ته د خدماتو د وړاندې کولو هڅې کوي.
د ښارګوټي په ساختماني پلان کې د سړکونو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، جوماتونو، بازارونو جوړول، د اوبو او برښنا برابرول شامل دي چې د اسلامي امارت له لوري رغول کېږي.
په دې ښارګوټي کې به هر سېلاب ځپلې کورنۍ ته یوه – یوه نمره ووېشل شي.