کابل / د چنګاښ ۴ / باختر
د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولوسره په بلخ کې سلګونوکورنیوته د څښاک پاک اوبه برابرې شوې.
دغه شبکه، د سرچینې او د څاګانو اوبه د نلونو له لارې په چارکنت ولسوالۍ کې کورنیوته رسوي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت وايي چې دغه شبکه د ولسي ټړون د ملي پروګرام په چوکاټ کې د ۳ میلیونو۹۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوه.
دغه وزارت د یوې خبرپانې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغې شبکې په جوړولوسره ۲۰۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک پاک اوبو ته لاس رسی وموندل.
کورنیو د اوبو رسولو د شبکې له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي کلونه کلونه کېږي چې د ناپاکواو سرخلاصواوبوڅخه په استفادې سره ناروغان کېدل.
پای-ع