کابل / باختر/ د وږي ٥مه
د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د اوبولګولو د یوې شبکې کار پرون بشپړ شو.
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه شبکه چې د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي د کرنې وزارت له بودجې د ٧ میلیونو ٤٠٠ افغانیو په لګښت د دغه وزارت د اوبو د تنظیم پروګرام له لارې بیا رغول شوې ده؛ ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.
پای/شکریه
1 د یوې دقیقې څخه لږ