خبرونهاقتصادTOP

په بغلان کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې کارشل سلنه پرمخ تللی دی

کابل / د وږي ۲ مه / باختر
په بغلان کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې کار په پیل کېدو سره ۱۶ زرو وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د بغلان د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام سرپرست انجنیرعزیزالله حبیبي د باختراژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې په بغلان کې د کاسا -۱۰۰۰ د کار په پیل سره د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۹۵ شوراګانې جوړې شوې دي.
دغو شوراګانو د سړک جوړولو، د اوبو د برېښنا شبکې او محافظتي دیوالونو په ګډون په بېلا بېلو برخو کې د څو پروژو د پیسو ترلاسه کولو وروسته خپلې چارې پیل کړې دي.
حبیبي د بیا رغاونې او د کاري فرصتونو برابرولو په لاره کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې د پرمختیايي شوراګانو د کار په پیل سره چې د کاسا – ۱۰۰۰ د د عبوري دهلیز په دوه کیلومترۍ واټن کې فعالیت کوي، پر پرمختګ او بیا رغاونې سربېره څه د پاسه ۱۲۰ زرو تنوغیرماهروکارګرانواو څه د پاسه ۳۷۰۰ تنو ماهرو کارګرانو ته د کارزمینه برابرېږي.
د بغلان د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام مسوول وویل چې په بغلان کې د دغې پروژې کار په عادي ډول دوام لري او له نیکه مرغه تراوسه پورې له کوم خنډ سره نه دی مخ شوی.
ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته