خبرونهټولنه

په بغلان کې د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ٨ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخند زاده او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۸ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

 د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي عبدالواحد عبیده د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په یادو شبکو کې  د ٤ حلقو ژورو څاه ګانو کیندل، د ٧ بابه کانکریټي ذخیرو جوړول ، د ١٨٨٠ نلکو نښلول، د ٢٩٠ سولري تختو ځای پر ځای کول او د ٦١ زره ٢٢٧ مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول شامل دي.

د دغو پروژو د کار په جریان کې د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ٣٨٤٨ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته