١٨- کابل باختردمرغومي دمياشتې ٣ :
دبغلان ولايت دډبرو سکرو په يو کان کې يوولس تنه بندپاتي شوي کارګران مړه شول .
دمرستندويو ټيمونو دخبر له مخې ددغو کارګرانو مړي له پنځو ساعتو وروسته له کان څخه وايستل شول.
دنهرين ولسوالۍ دډبرو سکرو دکان ځيني برخې نن سهار ونړيدي اويوولس تنه کارګران چې په کار بوخت و ترخاور لاندې شول .
دبغلان ولايت دنهرين ولسوال فضل الرحمن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ددغوکارګرانودژوندي پاتي کيدولپاره دژغورني دټيمونوهلې ځلې کوم ځاى ته ونه رسيدي او په نتيجه کې يې دغه کارګران له پنځو ساعتونو وروسته په داسي
حال کې چې مړه شوي وو راوايستل شول .
دشمال دډبرو سکرو دکان دتصدي رييس عبدالخالق تصميم وايي چې دغه پيښه دراايستلو دقوانينو دنه رعايتولو په علت رامنځته شوي ده.