خبرونهټولنه

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر

د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د یوې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شهر بزرګ ولسوال مولوي فضل الله حنیف وویل چې دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په «کوتل سنده» سیمه کې د یو پیکپ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په کې یو تن مړ شوی او پنځ نور ټپيان شوي دي.

 مولوي حنیف زیاته کړه د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې له منځه یې د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښې وړ ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي تل د دغه ولایت مرکز ته د معیاري سړک له نشتوالي شکایت کوي او د سړکونو د رغولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته