کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په کتوبالای کلي کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یوې پروژې چارو د پیل خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې د اوبو لګولو د دغې پروژې د جوړولو چارې د دغه وزارت د پراختیايي پروژو د پروګرام په چوکاټ کې پیل شوې چې په کې د ۱۴۱ متر مکعب بند او د ۴۲۰۰ مترو په اوږدوالي د کانکریټي دېوال جوړول شامل دي.
یاد وزارت همدراز زیاته کړې چې د دې پروژې لګښت د کرنې وزارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي او چارې به یې په ۸۰ کاري ورځو کې بشپړې شي.