امنیت

په بدخشان کې دتښتول شويو پوليسو دموندلو لپاره دپلټنې عمليات پيل شول

په بدخشان کې  افغان ځواکونو دطالبانو له خوا دتښتول شويو پوليسو موندلو د ژغورنې لپاره دپلټنې عمليات پيل کړي دي .

دپلټنې په دغو عملياتو کې دملي پوليسو اوملي اردو ځواکونو گډون کړي دي.،

ددوشنبي په ورځ وسله والو طالبانون په وردوج ولسوالۍ کې اته تنه پوليس چې  په ګزمي بوخت وو وتښتول .

دبدخشان پوليس  په يوه خبرپاڼه کې وايي چې دلسگونو افغان ځواکونوله خوا دپلټنې دغه عمليات دتښتول شويو پوليسو دموندلو په خاطر پيل شوي دي.

درارسيدلو خبرونو له مخې طالبانو ددغو پوليسو دتښتولو په وخت کې دوه رنجرموټرونه او ددغو ځواکونو وسلې هم له ځان  سره وړي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته