کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د انجنیرۍ او اوبولګولو د پراختیا ریاست له خوا د بامیانو ولایت په شپږو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۱۴ میلیونه او ۳۲ زره افغانیو په لګښت د ۶ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې.
د دغو چکډېمونو رغنیزې چارې د بامیانو ولایت د یکاولنګ نمبر ۱، یکاولنګ نمبر ۲، شیبر، سیغان، کهمرد او ورث ولسوالیو د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
یاد چکډېمونه د بامیانو ولایت د یکاولنګ نمبر ۱ د کوز بکک، د یکاولنګ نمبر۲ ولسوالی د پایګولي، د ورث ولسوالی د دهن تګاب شه، د کهمرد ولسوالی د دورو میرحمزه، د شیغان ولسوالۍ د قرونه او د شېبر ولسوالۍ د کفش انداز په کلیو کې جوړېږي.
ټاکل شوې د دغو چکډېمونو رغنیزې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړ او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د يادو ولسواليو لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابره شوې ده.