کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
په بامیانو کې د یو.ان.اېچ.سي.آر. ادارې په مالي ملاتړ د ۳۸۱ زره ډالرو په لګښت د قاضان لېسې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د یو.ان.اېچ.سي.آر. ادارې په مالي ملاتړ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي بڼه جوړه شوې چې ۱۶ درسي ټولګي، د اوبو رسولو سېستم، لابراتوار، برېښنا سېستم، شنه سیمه، د لوبو میدان او احاطوي دېوال جوړول شامل دي.
د دغه ودانۍ د پرانیستلو پرمهال د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي، قومي مشرانو، د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو، استادانو او زده کوونکو ګډون کړی و.