خبرونهاقتصاد

په بامیانو کې د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۶مه، باختر

د بامیانو د شېبر ولسوالۍ کې په کفش انداز کلي کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د سېلابونو د کنټرول او د سېلابونو د زیانونو د مخنیوي په موخه د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پيل شوې.

د یاد چک ډيم د پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي ګلاب الدین ذبیح الله وویل چې دغه چک ډېم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له بودجې څخه د دوه میلیونو او ۸۶۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي چې ۳۰ متره اوږدوالی او ۶ متره لوړوالی لري.

ذبیح الله زیاته کړه چې په دغه پروژه کې د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوه چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۴۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه ۲۱۵ زره ۲۶۷ افغانیو په لګښت د یوه چک ډېم د جوړولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته