سیاستخبرونهTOP

په امريکا کې د افغانستان د ملګرو ډلې سره د جمهوررییس غني کتنه

کابل / د چنګاښ ۴مه / باختر

جمهوررییس محمد اشرف غني امريکا متحدو ايالتونو ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ امريکايي دوستانو له ډلې سره په ماښامنۍ مېلمستیا کې وکتل.

د جمهوررییس د ویاند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دغه مېلمستیا کې چې د جمهورريیس غني له لوري په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې جوړه شوې وه، جنرالانو او د سياسي چارو شنونکو، ډیپلوماټانو او د جنرال پټرويس، جنرال نېکلسن اوجنرال کمبل په ګډون د امریکا متحدو ایالتونو اغېزناکو او پوهو شخصيتونو او همداراز د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې مدلين البرايټ، د یاد هيواد سفيرانو او نورو شخصيتونو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی، ګډون کړی وو.

دوی د افغانستان او امريکا متحدو ايالتونو د اړیکو او نورو ټولو پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته