په ارزګان ولايت کې دماين دچاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول اوشپږتنه نورټپيان شول.
درارسيدلو خبرونو له مخې ددغې پيښې زياتره قربانيان ښځې او ماشومان دي .
دغه پيښه پرون مازيګر دچوري ولسوالۍ په سراب ساحه کې هغه وخت وشوه چې ديو تونس مسافروړونکې موټر دطالبانو له خوا په يو ايښودل شوي ماين وخوت .
دارزګان ولايت پوليس ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي په دې پيښه کې يوه ښځه او څلور تنه ماشومان ووژل شول او يوبل ماشوم يوه ښځه او دوه تنه نور ټپيان شول.
له بلې خوا دترينکوټ ښار په مرکز ي روغتون کې ډاکترانو ديوي ښځي او يو ماشوم روغتيايي حالت خراب وباله.