په ارزګان ولايت کې ديوې چاودنې له امله ددوو پوليسو په گډون پنځه تنه ټپيان شول .
دغه پيښه ددښمن له خوا دايښودل شويو چاوديدونکو توکو دچاودنې زيږنده ده دهريرود ولسوالۍ په بازارکې وشوه .
په هغې خبرپاڼه کې چې دارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا خپره شوه طالبان ددغه جنايت مسوول بلل شوي دي .
له بلې خوا دهريرود ولسوالۍ دروغتون ډاکترانو دليږدول شويو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي.