کابل / د چنګاښ٨ مه / باختر
د پوليسو پر يو رنجر نن سهار د ٨ بجو په شاوخوا کې د پغمان په کوزې ارغندې سيمه کې د وسله والو کسانو له لورې بريد وشو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د پغمان په ارغندي سيمه کې دغه پېښه تائيد کړې ده.
په دې پېښه کې د پوليسو دوه منسوبين شهيدان شوي او يو بل پوليس ټپي شوى دى او د هغوى رنجر موټر اور اخيستي او ويجاړ شوى دى.
د دې پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.
امنيتي سرچينې په وار وار د کابل په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې د فعاليت خبر دارى ورکړى دى.
پرون هم په همدې ولسوالۍ کې د برېښنا ٢ستنې ويجاړې شوې.
د يوبل خبرله مخې: وسله والو کسانو تېره شپه د کابل ښار١٣ناحيې په چهل دخترانو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړ چې د سر زيان يې نه درلود؛ خو د پوستې ودانۍ، هټۍ او شاوخوا څو کورونه زيانمن شوي دي.
\ ذ