کابل، د مرغومې ۶ مه، باختر
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د یوې څاه په کېندلو سره ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د یاد ولایت د شینوارو ولسوالۍ په درازګرد کلي کې د ناروې موسسې په مالي ملاتړ د ۶۰ زره ډالرو په لګښت د یوې څاه د کیندلو چارې روانې دي او په بشپړېدو سره به یې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
د یادونې وړده، چې د یادې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.