۱۰۰ ورځې

يو شمېر څيرې او کړۍ نه غواړي نوماندان سره نږدې شي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
د دواړو نوماندانو انتخاباتي ډلې وايي: يو شمېر کړۍ او څيرې شته چې نه پريږدي نوماندان له يوبل سره نږدې شي او اوسنى ډپ پاى ته ورسيږي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د تحول او تداوم يو ويندوى رسنيو ته ويلي دي چې د ملي يووالى د حکومت په جوړولوکې د ډاکتر عبدالله عبدالله دريځ د خلکو دګټو پربنسټ دى، خو يو شمېر څيرې او کړۍ شته چې نه غواړي دغه ډپ پاى ته ورسول شي.
په همدې حال کې د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ويندوى هم د ډاکتر اشرف غني احمدزي په ډلې تور لګوي چې په دغه ډله کې داسې څيرې شته چې د دواړو نوماندانو د نږدې کيدو مخه نيسي.
په هرحال دواړو نوماندانو پرون د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ويلي دي چې د رايو د څيړنې نتيجې مني.
په هرحال، ملي او وګړني ګټې له دواړو نوماندانو څخه غواړي چې دغه سريال پاى ته ورسوي.
ټاکل شوې ده دواړه نوماندان نن شپه د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي يان کوبيش او په کابل کې د امريکا د سفير په وړاندې وګوري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته