کابل باختر دورې دمياشتې ٦ :
ځانمرګى يرغلګرچې شپاړلس کلن او د لغمان ولايت په مرکز ميترلام ښار پورې اړوند د نالاوې د سيمي اصلي اوسيدونکى دى؛ غوښتل يې چې د لغمان ولايت د ملي امنيت په رياست بريد وکړي چې ددغه رياست دمنسوبينوله خوا ونيول شو.
دلغمان ولايت دملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې دغه شپاړلس تنکي ځوان په خپلو تحقيقاتوکې ويلي دي چې دوه مياشتې مخکې د قريشي په نامه د طالبانو ديو قوماندان له خوا د ځانمرګي بريدلپاره د تعليماتو د زده کړې لپاره پاکستان ته استول شوى و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ