کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
د بدخشان ولايت په يفتل ولسوالۍ کې پرون د طالبانو په کمين کې د وګړني پاڅون يو قوماندان له يوه همکاري سره يې شهيد کړى شو.
د طالبانو په کمين کې د وګړني پاڅون يو قوماندان حيدر له يوه همکار سره يې شهيد کړى شو او درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يادونې وړ ده چې د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې د وګړني پاڅون په ځواکونو دا د طالبانو دويم بريد دى او د وګړني پاڅون په ځواکونو د طالبانو پخواني بريد د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې شوى و چې له امله يې د وګړني پاڅون درې تنه ځواکونه شهيدان شوي وو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ