روغتیا

وينه وکړي او دانسان ژوند وژغوري

دويني دراټولولو کميټې دمحرم الحرام  دلسمې ورځې ددرناوي په درشل کې  دهيواد له مسلمانو  اوويرجنو خلکو څخه غوښتي دي چې دخپلو وينو په ورکولو سره  هغه کسان وژغوري چې که چيري  وينه ورته ونه رسيږي ژوند يې پاى ته رسيږي .

 دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو او څيړنو درييس ډاکتر کامل دڅرګندونو له مخې دغه کميټه دمحرم لسمې دامام حسين  ( ع )  او دهغه ديارانودشهادت دکاليزې ددرناوي په درشل کې  په مرکز او ولايتونوکې  له مسلمانو خلکو څخه  دويني دراټولولو په مقصدددغه وزارت له خوا جوړه شوې ده .

 ده وويل  دغه کميټه چې دافغانستان دعالمانو شورا غړي ، دامام حسين ( ع )  دويني  دمرکزي بانک رييس او دطب ډاکتران پکي  دي ، دافغانستان دعالمانو شورا په وړانديز  دده په مشرۍ دعامې روغتيا وزارت له خوا جوړه شوې ده .

 دغې کميټې په هغه ليک کي چې دباختر اطلاعاتي اژانس ته  يي ليږلي دي  هغو اړو کسانو ته چې ژوند يې د وينو په ورکولو پوري تړلي دي ، دويني ورکول دامام حسين ( ع )  او دهغه ديارانو  دکړو وړو او شهادت  ددرناوي ډيره ښه طريقه بولي او له هرمومن څخه چې دويني دورکولو توان لري غوښتي دي  چې دغه ښه کار ترسره کړي او انساني ژوند وژغوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته