خبرونهاقتصادTOPټولنه

هېواد د برېښنا ۶۰ سلنه ستنې د پلخمري د ستنو جوړولو فابریکه کې جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د پلخمري  د ستنو جوړولو فابریکه، چې د بغلان ولایت په مرکز کې فعالیت کوي، هره ورځ  له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې  ډول ډول ستنې جوړوي.

د پلخمري د ستنو جوړولو د فابریکې آمر مولوي نقيب الله نظري  باختر آژانس خبریال ته وويل، په دغه فابریکه کې هره ورځ له ۲۴ څخه تر ۲۶ پورې د برېښنا بېلا بېل ډوله (۱۰ متره، ۱۲ متره عادي ، ۱۲ متره کش او ۱۵ متره) ستنې جوړېږي او ټولو ولایتونو ته لېږل کیږي.

نظري زیاته کړه، چې د هېواد د شمالي ولایتونو ۹۰ سلنه او د افغانستان ۶۰ سلنه د اړتیا وړ ستنې له همدې فابریکې څخه برابریږي.

هغه زیاته کړه، د یادې فابریکې کارکوونکي توانېدلي چې سږکال د نړیوالو معیارونو سره سم ۴ زره ۲۸۸ ډول ډول  لوړ کیفیت لرونکې ستنې جوړ او د غوري برېښنا ریاست ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه سره له دې چې د دې فابريکې ماشينونه استهلاک شوي خو د دغې ادارې د مشرتابه او تخنيکي کارکوونکو د پاملرنې له امله زموږ ورځنی چارې په عادي ډول دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته