خبرونهټولنهTOP

هلمند کې د یوې ترافیکې پېښې له کبله ۵۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښې

کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د هلمند ځايي چارواکو د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له کبله د ۲۱ کسانو د مړینې او ۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د چارواکو په خبره، دغه پېښه نن سهار د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د تېلو ټانکر، ۵۸۰ ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر له امله پېښه شوې چې وروسته اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره، د پېښې ټپیان د ګرشک ایمرجنسي او مرکز لښکرګاه ښار ته انتقال شوي دي.
تر دې دمه د دغه پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی په ډاکه شوی، خو د مسوولینو په وینا ډېری دې ته ورته پېښې د موټرچلوونکو د بې اختیاطۍ له کبله رامنځته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته