خبرونهاقتصاد

هرات کې پر ۲۰ زره بزګرانو د سبو تخمونه وېشل شوي

کابل، د مرغومې ۹ مه، باختر
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولینو د یاد ولایت په انجیل او شینډنډ ولسوالیو کې پر۲۰ زره بزګرانو د سبو د تخمونو د وېش خبر ورکړی دی.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمد نسیم سحر د باختراژانس خبریال ته ویلي، چې دغه کرنیز تخمونه د اکشن اید موسسې په همکارۍ پر۲۰ زره بزګرانو وېشل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې سربېره پر دې سږکال د هرات د کرنې ریاست او د نورو موسسو په همکارۍ ۱۸۹۷،۵ مټریک ټنه غنم ، ۱۸۹۷،۵ مټریک ټنه DAP او ۱۹۰۹ مټریک ټنه یوریا سرې د هرات د ولسوالیو په کچه پر ۳۸۱۵۰ بزګرانو وېشل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته