خبرونهښوونه او روزنه

هرات اوس هم د ښوونځيو د ودانيو له کمښت سره مخ دى

٥٠- کابل /دلړم ٢٦مه /باختر
د هرات د پوهنې رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت اوس هم خپلوښوونځيو ته د ودانيو له کمښت سره مخ دى . او زده کوونکي نامناسبه فضا کې په زده کړه بوخت دي.
د هرات د پوهنې رييس ذکريا رحيمي وايي سره له دې چې په دې وروستيو وختوکې د ٩٧ ښوونځيو نوي ودانى پرانستل شوې زياتره ښوونځي ودانۍ نه لري .
د پوهنې رييس وايي د هرات ښار اود هرات ولايت د ولسواليو په کچه ٣٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په خيمو او پرانستې فضا کې په ستونزې سره زده کړه کوي.
رحيمي تينګارکوي، دوى هلې ځلې کوي چې د ښوونځيو د کمښت ستونزه د پوهنې وزارت له بودجې او د بهرنيو او د ولسي بنسټونوپه ملاتړ اوهمکارى لر ې کړي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته