خبرونهاقتصاد

هالند د کابل هوايي ډګرپه بیا رغاونه کې یومیلیون یورو مرسته کوي

کابل / د وږي ۱۲ / باختر

هالند وايي ، د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بیا رغانې لپاره چمتودی یو میلیون یورو مرسته وکړي.

د هالند د بهرنیوچارو وزیرسیګرید کاک انقرې ته په خپل سفرکې او له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې وویل چې هېواد یې چمتودی د کابل د هوايي ډګرد بیا رغونې لپاره یومیلیون یورو مرسته وکړي چې دغه هوايي ډګر د مسافروړونکو الوتنو پرمخ پرانیستل شي.

تراوسه روښانه نه دی چې آیا  دغه پیسې  به  د افغانستان له لوري د کابل د هوایي ډګر په بیا رغونې  لپا ره  ولګېږي او یا ترکیه چې د قطرترڅنګ د دغه هوايي ډګر د بیا رغونې او د آلوتنو د چمتوکولومسوولیت لري.

د هالند د بهرنیوچارو وزیرټینګاروکړ باید د هغوکسانولپاره چې غواړي له افغانستان څخه ووځي اجازه ورکړ شي.

مخکې له دې د اسلامي امارت مقاماتو په وار وارسره ویلي دي ، څوک چې غواړي له افغانستان څخه بهرته لاړشي اجازه به ورکړشي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته