خبرونهروغتیا

نړيوال روغتيايي سازمان د ننګرهار له عامې روغتيارياست سره د طبي وسايلو مرسته وکړه

 کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر

نړيوال روغتيايي سازمان نن د ننګرهار له عامې روغتيا رياست د طبي وسايلومرسته وکړه.

په دغو وسايلو کې  د زړه د ګراف پرمختللي عصري مانيتورونه، لابراتواري توکي او د ناروغانو چپرکټونه له اړتيا وړ دستګاو سره شامل دي.

د ننګرهاردعامې روغتيا رييس نصيراحمد دراني باخترآژانس ته وويل؛  دغه وسايل به  پرهغو روغتيايي کلينيکونو چې اړتيا  ولري وويشل  شي .

ده دغه راز وويل:  هڅه کوي په ننګرهار کې ټول کلنينکونه د دولت او نړيوالو مرستندويو ادارو په مرسته په پرمختللي طبي وسايلو سمبال شي .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته