کابل باخترد وږي دمياشتې ١٨ :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني دجمهوري رياست له دواړو نوماندانو څخه وغوښتل چې سياسي موافقې ته ورسيږي او که نتيجه به اعلام کړي .
دباخترآژانس دخبرله مخې :
نورستاني چې له خبريالانو سره خبرې کولې زياته کړه ، که چيرې درايو پاڼو دپلټنې نتيجې چې دانتخاباتي شکايتونو کميسيون ته ليږلې شوې دي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون په واک کې ورکړاى شي تر دوو ورځو پورې به نتيجه اعلام کړي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې داصلاحاتو او همغږۍ ټيم له سياسي بهير او هم له انتخاباتي بهيرسره خپلې اړيکې شلولي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ