خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي مرسته د دې ولایت بهسودو ولسوالی کې د ۷ میلیونه او ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په دې پروژه کې  د ۲۹۷ متره په اوږدوالي د بحر آباد کانال، ۵۰ متره سربند، دوه عدده سوپرپسیج، ۸۰ متره استنادي دېوال، ۱۶۶ متره بولډروال او ۱۸۰۰ متره د کانال کېندنه او پاک کارۍ چارې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د بحراباد په کانال کې ۴۱۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او دغه راز د کانال په شاوخوا غونډیو کې ۵۴۶ تراسونه د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه هم کېندل شوي.

یاده دې شي چې د دې کانال په جوړولو سره ۳۰۰۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته