خبرونهورزش

ننګرهار کې د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي فريد کلب لوبډلې وګټله

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر

د ننګرهار ولایت په بټې کوټ ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ پیل شوې سيالۍ د فريد کلب لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د دغه ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري په بټې کوټ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې چې د فريد کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سياليو پايلوبه د فريد کلب او خناني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله خناني لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته ۹۳ منډو هدف کېښود، فريد کلب لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته