خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل, د مرغومې ۲۵ مه, باختر

د ننګرهار کانال شرکت اړوند ۲۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو په موخه د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د باختر اژانس د خبر له مخې; د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان د یادې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل:”د آسیا پراختیايي بانک د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۳ کاله وړاندې په یادې پروژې کار شوی و، چې د يو څه نېمګړتيا لرلو له کبله یې د تسلیمۍ چارې ځنډېدلې وې، له نېکه مرغه نن موږ ته تسلیم او ګټې اخستنې ته مو وسپارله”.

ورته مهال د ننګرهار کانال شرکت رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل:”په دې پروژه کې ۳۶۰۰ سولري تختې نصب شوي، چې د شل زره جریبه ځمکې د خړوبولو زمینه يې برابره کړې، ۱۲۰۰ کیلو واټه په ظرفیت برېښنا او د ۵ واټرپمپونو په واسطه اوبه ورکوي”.

د کانال رئیس د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د یادې پروژې په ساتنه کې همکاري وکړي، ځکه ډېره ګټه یې دوی ته رسېږي.

د يادونې وړ ده، په یادو مراسمو کې سیمه ییزو مسوولینو او د کرنې وزارت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته