سیاستخبرونهTOPټولنه

مولوي عبدالکبیر: د محرومو او غیر محرومو په نوم ولسوالۍ او سیمې شتون نلري او اسلامي امارت متوازن پرمختګ ټولو ولسوالیو او سیمو ته رسوي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خوست کې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علماوو سره په کتنه کې  وویل چې اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه او ملاتړ یې د دوی مسؤلیت دی.

د نکې ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه او ملاتړ یې د دوی مسؤلیت دی.

په دې کتنه کې هغوی په نکه ولسوالۍ کې ځایي اوسېدونکیو ته د ځمکې د وېش، روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او سړکونو د رغولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته تېرو دولتونو هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر، له یادو قومي مشرانو مننه وکړه د جهاد پرمهال یې د پکتیکا په ځانګړي ډول د نکې ولسوالۍ د قومونو ونډه او رول خورا مهم وباله او وې ویل، په اسلامي نظام کې د سیمې، ژبې او قوم له اړخه توپیر نشته او له دې وروسته ټولو لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه زیاته کړه، د محرومو او غیر محرومو په نوم ولسوالۍ او سیمې شتون نلري او اسلامي امارت متوازن پرمختګ ټولو ولسوالیو او سیمو ته رسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته