خبرونهفرهنګTOP

مولوي سعدالدین سعید: اهل ته د کار سپارل د يوې ادارې د پرمختګ لامل کېږي

کابل/ د سلواغې ٢٣ / باختر:
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي سعدالدين سعيد نن له (ادارې ، مديريت او اداري اجرااتو سره پېژندنه) په ښوونيز پروګرام کې ټينګار وکړ چې د دغه پروګرام ګډون کوونکي دې د چارو د ښو اجرااتو د تر سره کولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: د دې پروګرام په پيل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعین د ادارې او د ښې حکومتوالۍ په اړه معلومات وړاندې کړل .
هغه د کار اهل ته د کار سپارل د ادارې او حکومت د پرمختګ لامل وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ادارو مسوولین او کارکوونکي دې په پوره صداقت او ایماندارۍ، خپلې دندې تر سره کړي او خلکو ته دې د خدمت په برخه کې دې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رييس احمدضيا انوري په اداره کې د کار، مديريت او اداري اجرااتو په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې د خپلو کارونو په بهیرکې د دغه پروګرام له موضوعاتو څخه په اغيزمنه توګه استفاده وکړي او په خپلو کاري برخو کې يې عملي کړي.
وروسته د بشري منابعو ریاست د ظرفیت د لوړولو آمرمحمد عیسی خاطرزي یادونه وکړه چې دغه روزنیز پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نویو ټاکل شويو آمرانو او مدیرانو لپاره په لاره اچول شوی او پنځه ورځې به دوام وکړي.
هغه وويل، په دې پروګرام کې له ادارې سره آشنایی، مديريت او پر اداري اجرااتو بحث کېږي.
/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته