خبرونهسیاستTOP

مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو خبرې وکړې

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر امان ګلدیف دانیار سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو سوداګريزو او ټرانزیټي اړیکو هراړخیزې خبرې وکړې.

مولوي امیر خان متقي قرغز پلاوي ته په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات په برخه کې وروستیو پرمختګونو د تجارت او ترانزیټ د ودې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي.

نوموړي همداراز د افغانستان په تړاو د قرغزستان له سیاستونو څخه هرکلی وکړ او د قرغز پلاوي ته یې وویل چې د قرغزستان له لارې له چین څخه د افغان سوداګرو د وارداتو لپاره اسانتیاوې لا زیاتې شي تر څو دا لار پر یوه کامیابه ټرانزیټي مسیر بدله شي.

هغه وویل، چې اوس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو امکاناتو لویې اقتصادي پروژې پیل کړې دي او افغانستان چمتو دی چې لویې سیمه ییزې پروژې لکه کاسا ۱۰۰۰ باندې عملي کار پیل شي.

د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وویل، هېواد یې له افغانستان سره په ګڼو برخو کې پراخې اړیکې لري او اوس دا پوټنشیل رامنځته شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادرات او واردات لا زیات شي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او قرغزستان ترمنځ په تجارتي، ترانسپورتي، ټرنزیټي، انرژي، زراعتي او لوړو زده کړو په برخه کې د ګډ کار ښه فرصتونه شته.

امان ګلدیف دانیار وویل افغانستان کې له وروستي مثبت بدلون وروسته په ډېرو برخو کې د ګډ کار فرصتونه رامنځ ته شوي دي.

د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر څرګنده کړه، له ځان سره یې په دې سفر کې د قرغز سوداګرو یوه ډله هم راوستې تر څو د افغانستان له حکومت او خصوصي سکټور سره کاري سوداګرۍ خبرې اترې ولري.

په پای کې مولوي امیرخان متقي کې غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ د ودې لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د دوو اړخیزو اړیکو په ټولو برخو کې ملاتړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته