سیاستخبرونهTOP

مولوي امير خان متقي له خپل ترکمن سيال سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین څخه ليدنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي نن د خپل ترکمن سيال رشيد مردوف په ملتيا د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین څخه ليدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي چې په هرات ولایت کې نن د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په مشرۍ د کانونو، برېښنا، ټرانسپورټ او رېل پټلۍ ټيمونو په ګډون يوه ورځنۍ خبرو اترو کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پيل، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د سټیشن پراختيا، دوه اړخيز تجارت او ترانزيت پراختيا او افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لیږد پر زياتوالي خبرې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته