خبرونهفرهنګTOP

ملا خیرالله خیرخواه: په هېواد کې بهرنیو سیلانیانو ته ځانګړي هوټلونه جوړوو

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست له اداري کارکوونکو سره په کتنه کې وويل:”په هېواد کې بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو د برابولو په موخه ځانګړي هوټلونه جوړوو”.
خیرخواه زیاته کړه چې د بهرنیو سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابولو په موخه د هېواد په ۶ ولايتونو کې د سیلانيانو د اوسېدو لپاره هوټلونه جوړوي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت تاريخي ابدات چې د زلزلې له امله زيانمن شوي، بېرته به یې ورغوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د کار په اجرا کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې کارکوونکي بايد په خپلو دندو کې د نوښتګرۍ هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته