خبرونهاقتصادټولنه

مزارشريف کې د نږدې اته ميليونو افغانيو په لګښت د ۶ فرعي سړکونو د کانګرېټ اچونې چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر

د مزارشريف ښاروالۍ لخوا د درېیمې ناحیې اړوند د باختر کارتې د ۶ فرعي سړکونو د کانکرېټ اچولو چارې پیل شوي، چې ۷ میلیونه ۹۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي او د ښاروالۍ د ادارې له لوري ورکول کېږي.

د دغې پروژې په افتتاحیه مراسمو کې د مزارشریف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق ویلي، چې سږ کال د دغه ښار په بېلابېلو سيمو کې ۲۰ پروژې منظورې شوي او یو په بل پسې به عملي شي.

په همدې حال کې د قرار دادي شرکت مسوولینو هم ډاډ ورکړی، چې دغه سړکونه به په معیاري توګه جوړ او په ټاکلې موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 د یادونې وړ ده، چې د باختر کارتې د دغو سړکونو اوږدوالی ۱۱۰۰ متره او عرض یې ۷ متره دی، چې په رغېدو سره به یې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته