خبرونهفرهنګ

محمد طاهر زهيرد اساسي قانون پر تطبيق ټينګار وکړ

٣٥- کابل /دمرغومي ٢٠مه /باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په هغې غوڼده کې چې نن د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو په مناسبت په دغه وزارت کې جوړه شوې وه، د اساسي قانون پر تطبيق ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهير په دې غونډه کې د اساسي قانون په اړوند هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان اساسي قانون په خپل ډول کې دافغانستان تاريخ د بېلا بېلو دورو د قوانينو او د سيمې هېوادونو د اساسي قوانينو په پرتله يو بېسارى قانون دى، خو ښه قانون بايد ښه توګه تطبيق شى.
هغه زياته کړه: کله چې پر قانون عمل ونه شي او پر هغه ته ژمنتيا او پابندي شتون ونه لري، هرڅومره چې ښه قانون هم وي، د خلکو حالت نه ښه کېږي او يا قانون چې د کتاب په متن کې هرڅومره ښکلي وي، خو چې تطبيق نه شي د پتمن ژوند سبب نه کېږي.
محمد طاهر زهير د چارو د مسوولينو او خلکو له خوا د قانون نه تطبيقول وڅېړل او ويې ويل: که چېرې ټول حکومتي بنسټونه د قانون له مخې د اساسي قانون هغه بندونه چې دوي يې د تطبيق مسووليت لري عملي کړي، قانونمنده ژوند به ولرو.
په دې غونډه کې د اساسي قانون پرتطبيق د څارنې کمېسيون غړي سيد ابوبکر متقي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته